IQNA

د سکاټلینډ یو مسلمان استازی  په ۲۰۲۲کال کې ددغه هیواد ترټولوښه سیاستوال په توګه غوره شو

7:32 - November 29, 2022
د خبر لمبر: 3486526
ایکنا-(تهران)پاکستانی توکمه انس سرور په ۲۰۲۲کال کې د سکاټلینډ هیواد دترټولو ښه سیاستوال په توګه  وټاکل شو.

ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، د سکاټلینډ هرالډ  خپرونې په جمعې ورځې  ددغه هیواد د پارلیمان  د مسلمان استازی  انس سرور،په ۲۰۲۲کال کې د سکاټلینډ د ترټولو ښه سیاستوال په توګه د ټاکل کیدا خبر ورکړ.

انس سرور د سکاټلینډ  د کارګر ګوند مشري په غاړه لري. هغه لومړنۍ پاکستانی توکمه مسلمان دی چې دغه څوکۍ په اختیار کې لري.

دهرالډ خپرونې د اعلان په اساس، هغه د سکاټلینډ د لومړي وزیر نیکولا سټورجن د حکومت په مقابل کې د سکاټلینډ دپارلیمان د اپوزیشن ترټولو ښه استازی دی  او په همدې دلیل ئې  دترټولو ښې مناظرې کونکي جایزه هم ګټلې ده.

انس سرور له دغې جایزې سره خپل یو تصویر په خپل رسمي ټولنیز چینل کې خپور کی او د سکاټلینډ ددغې خپرونې په وسیله ئې د ترټولو ښه سیاستوال په توګه د په ټاکل کیدا خوښي ښودلې ده.هغه وئيلی دي ،دا یو باؤر نه کونکی ویاړ دی چې د سکاټلینډ د  کال د سیاستوال په توګه غوره شوی  او همداشان ئې د ترټولو ښې مناظره کونکي لپاره د ؛ډونالډ ډوار ؛ جایزه  په هغو دستورو کې د هرالډ په وسیله جوړه شوې ده ،ترلاسه کړه.

انس سرور په هغو نهو مسلمانو استازو کې یو خوش چانس استازی دی چې د سکاټلینډ په پارلیمان کې غړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4102854/%D8%

captcha